16 او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې د خپلو خلقو په بيابان کښې لارښودنه وکړله، د هغۀ مينه ابدى ده.
د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل، او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله.
خو هغوئ دې هلته په صحرا کښې پرې نۀ ښودل، ځکه چې ستا رحم ډېر لوئ دے. تا نۀ د وريځې او نۀ د اور ستن لرې کړه چې د شپې او ورځې يې ورته لار ښودله.
تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.
نو هغۀ دا خلق د صحرا په کږه وږه لار د بحرِقُلزم په طرف بوتلل. بنى اِسرائيلو د جنګ دپاره قطارونه جوړ کړى وُو.
بيا موسىٰ بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړو چې د بحرِقُلزم نه روان شى، نو دوئ د شور صحرا ته لاړل. دوئ په صحرا کښې درې ورځې مزل وکړو خو اوبۀ يې ونۀ موندلې.
هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.
تاسو ته پته ده چې مالِک خُدائ ستاسو دې ځائ ته رارسېدو نه مخکښې په بيابان کښې څۀ وکړل.
هغۀ تاسو د هغه لوئ او يروونکى بيابان په لاره بوتلئ چرته چې زهريله ماران او لړمان وُو. په هغه خُشکه او تږې زمکه کښې هغۀ ستاسو دپاره د سختې تيږې نه اوبۀ روانې کړې.
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.