14 او هغۀ بنى اِسرائيل د دې په مينځ کښې بوتلل، د هغۀ مينه ابدى ده.
او هغۀ بحرِقُلزم ورټلو او هغه اوچ شو، هغۀ هغوئ په سمندر کښې داسې پورې ايستل لکه چې په صحرا کښې روان وُو.
سمندر يې په مينځ دوه کړو هغوئ يې ترې نه تېر کړل، او هغۀ اوبۀ د دېوال په شان ودرولې.
او بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل، د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.