13 او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې بحرِقُلزم په مينځ دوه کړو، د هغۀ مينه ابدى ده.
تا په خپل قدرت سره سمندر په مينځ جدا کړو، د غټو بلاګانو سرونه دې په سمندر کښې مات کړل.
سمندر يې په مينځ دوه کړو هغوئ يې ترې نه تېر کړل، او هغۀ اوبۀ د دېوال په شان ودرولې.
خو بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل او د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.
او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.