10 د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې مِصريانو له وړومبى پېدا شوى هلاک کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.
نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل، او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.
هغۀ وړومبى پېدا شوى ماشومان ووژل د مِصريانو، وړومبى پېدا شوى د سړو او د ځناورانو.
هغۀ د مِصريانو ټول مشران زامن مړۀ کړل، د حام په خېمو کښې يې د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه ختمه کړه.
په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.
په نيمه شپه کښې مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې ټول وړومبى پېدا شوى زامن ووژل، د فِرعون د زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېناستو، د هغه قېدى د زوئ پورې چې په قېدخانې کښې وو، د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى هم ووژلے شول.
خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې دوئ يې د غلامانو په طور خِدمت کړے دے او د دې نه پس به هغوئ د هغه مُلک نه راوځى، او په دې ځائ کښې به زما عبادت وکړى.“
هم د ايمان په وسيله موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د فسح اختر کولو حکم وکړو او د دروازو په دُرشلونو باندې يې په وينه نوستلو عمل وکړو د دې دپاره چې د مرګ فرښته د دوئ اول پېدا شوى زامن هلاک نۀ کړى.