Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 136:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے. د هغۀ مينه ابدى ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 136:1
16 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده.


هلته د هغوئ سره هيمان، يدوتون او نور کسان وُو چې کوم خصوصاً د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې د ثناء صِفت کولو دپاره خوښ کړے شوى وُو.


د خلقو سره د مشورې کولو نه پس، بادشاه يو څو موسيقارانو له حُکم ورکړو چې هغه چُوغې واغوندى کومې چې هغوئ په خاصو وختونو کښې اغوستې او ورته يې ووئيل چې د لښکر نه مخکښې روان شئ او داسې وايئ، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د هغۀ مينه ابدى ده.“


کله چې ټولو بنى اِسرائيلو وليدل چې اور راکوزېدلو او د مالِک خُدائ د جلال نه ډک حضور هغه کور ډک کړے وو، نو هغوئ پړمخې په زمکه وغورزېدل، سجده يې وکړه او د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې يې وفرمائيل، ”هغه مهربان دے، د هغۀ د وفا نه ډکه مينه د همېشه دپاره ده.“


اِمامان په هغه مقررو شوو ځايونو باندې ولاړ وُو او ليويان ورسره وُو، هغوئ وفرمائيل، ”د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د همېشه دپاره ده.“ هغوئ د موسيقۍ د هغه سامان سره په يو انداز سندرې وئيلې کوم چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د ثناء صِفت دپاره جوړ کړى وُو. ليويانو ته مخامخ اِمامانو بيګلې غږولې او په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان ولاړ وُو.


هغوئ وار په وار د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ”مالِک خُدائ مهربان دے او د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د همېشه دپاره ده.“ هر چا به په اوچت آواز سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ځکه چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کار شروع شوے وو.


مالِک خُدائ مهربانه دے او د هغۀ مينه د تل دپاره وى، او د هغۀ وفادارى به تر نسلونو پورې جارى وى.


تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.


د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، او د هغۀ نوم واخلئ، کوم کارونه چې هغۀ کړى دى قومونه ترې خبر کړئ.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.


د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے، او د هغۀ مينه تر ابده ‎پاتې کيږى.


د مالِک خُدائ شُکر وباسئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.


تۀ ښۀ يې او نېک کارونه کوې، ما ته دې خپل اصُول راوښايه.


د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے.


خپل ځانونه د خُدائ پاک په مينه کښې قائم وساتئ، او د هغې ورځې اِنتظار کوئ چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح به تاسو ته په خپل رحم د تل ژوندون درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan