Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 135:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 هغۀ په مِصر کښې معجزې او عجيبه کارونه وکړل، د فِرعون او د هغۀ د ټولو نوکرانو په خلاف.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 135:9
11 Iomraidhean Croise  

تا د فِرعون خِلاف عجيبه معجزې وکړې، دا معجزې د هغۀ آفسرانو او د هغه مُلک د خلقو خِلاف وې، ځکه چې تا ته پته وه چې هغوئ ستا په خلقو باندې څومره ظلم کولو. تا هغه شُهرت حاصل کړو چې تر ننه پورې يې لرې.


خو فِرعون سره د نوکرانو په بحرِقُلزم کښې غرق شو، د هغۀ مينه ابدى ده.


هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ په وړاندې معجزې وکړې، د مِصر په خاوره او د ضُعن په زمکه يې وکړې.


هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې.


بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.


مونږ په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ مِصريانو، فِرعون او د هغۀ ټولو آفسرانو ته خپلې معجزې او يروونکى کارونه وښودل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan