8 هغۀ وړومبى پېدا شوى ماشومان ووژل د مِصريانو، وړومبى پېدا شوى د سړو او د ځناورانو.
نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل، او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.
د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې مِصريانو له وړومبى پېدا شوى هلاک کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.
هغۀ د مِصريانو ټول مشران زامن مړۀ کړل، د حام په خېمو کښې يې د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه ختمه کړه.
په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.
چې کله د مِصر فِرعون خپل زړۀ سخت کړو او مونږ يې تلو ته نۀ پرېښودلو، نو مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې هر يو وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان ووژلو. نو دا ځکه مونږ هر يو نر څاروے مالِک خُدائ ته قربانى کوُو او خپل وړومبى پېدا شوى زامن په بدل کښې واپس اخلو.
خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې دوئ يې د غلامانو په طور خِدمت کړے دے او د دې نه پس به هغوئ د هغه مُلک نه راوځى، او په دې ځائ کښې به زما عبادت وکړى.“