18 څوک چې دا بُتان جوړوى دوئ به هم د دې په شان وى څوک چې پرې ايمان لرى هغوئ به هم د دې په شان وى.
چا چې دا جوړ کړى دى نو د هغوئ په شان به شى، او بيا هم هغوئ ټول، څوک چې پرې يقين لرى.
هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى، هغوئ هم څوک چې په بېکاره بُتانو نازيږى. اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ.
خو هر څوک چې په بُتانو ايمان لرى، او ورته وائى چې تاسو زمونږ خُدايان يئ، نو هغوئ به سخت وشرميږى او رد به کړے شى.“
هغوئ ټول کم عقل او بېوقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.
شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بېايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.