11 د اموريانو بادشاه سيحون د بسن بادشاه عوج، هغۀ د کنعان ټول بادشاهان ووژل.
په قومونو او بادشاهو فتح کولو کښې تا د هغوئ مدد کولو، او تا خپل خلق په هر ځائ کښې آباد کړل. هغوئ د حسبون مُلک فتح کړو، چرته چې سيحون بادشاهى کوله، او د بسن مُلک، چرته چې عوج بادشاه وو.
خو سيحون بادشاه مونږ پرې نۀ ښودو چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه سخت طبيعته او ضدى کړے وو، نو مونږ شکست ورکړو او د هغۀ علاقه مو ونيوله، چې تر اوسه پورې زمونږ په قبضه کښې ده.
او کله چې مونږ دې ځائ ته راغلو، نو د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج زمونږ خِلاف جنګ له راووتل. خو مونږ هغوئ له شکست ورکړو،
چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ د دې دپاره په وارخطايۍ آخته کړل چې هغه دوه امورى بادشاهان وشړم، دا کار ستاسو د تُورو او ليندو په ذريعه نۀ وو شوے.