Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 135:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ، اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو تاسو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 135:1
18 Iomraidhean Croise  

په هغوئ کښې د هر يو هم زامن وُو. جيرسون د لِبنى او سِمعى پلار وو،


د ليويانو دې مشرانو خلقو ته آواز وکړو، يشوَع، قدمى‌اېل، بانى، حسبنياه، سربياه، هودياه، شبنياه او فتحياه، او هغوئ ووئيل: ”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ. د هغۀ د شان شوکت والا نوم دې برکتناک وى، دا دې د ټولو صِفتونو او برکتونو نه اوچت وى.“


نو د مالِک خُدائ د نوم به په صيون کښې اعلان وشى، او په يروشلم کښې به د هغۀ ثناء صِفت وشى.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.


نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،


نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،


د خُدائ ثناء ووايئ. زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو، څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.


ټول دې د مالِک خُدائ د نوم لوئى بيانوى، ځکه چې صرف د هغۀ نوم لوئ دے، او د هغۀ شان او شوکت په زمکې آسمانونو باندې دے.


هر يو ساه لرونکے دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.


شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan