3 مالِک خُدائ د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے، تاسو ته دې صيون نه برکت درکړى.
مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى، نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.
مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى، څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.
زمونږ مدد د مالِک خُدائ په نوم کښې دے، چې د آسمان او زمکې جوړونکے دے.
د صيون نه دې مالِک خُدائ تا له برکت درکړى، او تۀ په خپل ټول ژوند کښې د يروشلم آبادى وګورې.
د صيون نه دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى، هغۀ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.
او هغه چا چې آسمانونه يې په حِکمت سره پېدا کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.
څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى اِسرائيليان، کله چې مالِک خُدائ بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او خوشحاله به شى اِسرائيليان.
هغه دې ستا مدد وکړى د خپل مقدس ځائ نه او داسې به طاقت درکوى د صيون نه.
ټولې قربانۍ دې ستا قبولې کړى ټولې سوزېدونکې نذرانې دې ستا منظورې کړى.
د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى،
او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بېدينى لرې کړى.
په دې کښې بوعز په خپله د بيتلحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“