1 د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو، څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.
هغوئ او د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ د خېمې د دروازو د حِفاظت ذمه وار وُو.
هغوئ د مالِک خُدائ کور سره نزدې دېره وُو، ځکه چې د هغوئ کار د دې حِفاظت او په هر سحر کښې د دروازو کولاول وُو.
د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو.
زما زامنو وخت مۀ ضائع کوئ. تاسو هغه څوک يئ چې مالِک خُدائ د دې دپاره خوښ کړى يئ چې هغۀ ته خوشبوئى وسوزوئ او د هغۀ په عبادت کښې د خلقو مشرى وکړئ.“
او خپلو ځانونو له داسې ترتيب ورکړئ چې تاسو موجود يئ نو چې د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مدد وکړئ.
دې کسانو ورسره آواز نيولو، بقبوقياه، عُنى او د هغوئ ملګرو ليويانو.
اے د فرښتو لښکرو، تاسو د مالِک خُدائ ثناء ووايئ، اے د هغۀ خِدمتګارانو چې د هغۀ رضا پوره کوئ.
مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى. اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ.
په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم، او زما سوال هغه قبلوى،
ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى. چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟
ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“
ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے.
کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى
هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.
کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل، مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.
ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بېکاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بېکاره ولاړ وى.
بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى.
”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“ بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.
اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،
زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى، آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،
زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.
اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته.
څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.
بختور دى هغوئ د چا طاقت چې په تا کښې دے، چا چې خپل زړونه د يروشلم سفر پورې تړلى دى،
تاسو به د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اووۀ شپې او ورځې پاتې کېږئ، هغه کار به کوئ د کوم چې مالِک خُدائ حُکم کړے دے. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ نو مړۀ به شئ. ځکه چې دا هغه څۀ دى د کوم چې مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے.“
او بيا د څلورو اتياو کالو پورې کونډه وه. هغې د خُدائ د کور د تلو راتلو پابندى کوله، شپه او ورځ به يې روژې ساتلې او دُعا به يې کوله
په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى.
بيا د تخت د طرف نه يو آواز راغے چې، ”اے زمونږ د خُدائ پاک ټولو خادِمانو چې د هغۀ نه ويرېږئ، اے لويو او وړو، د خُدائ پاک ثنا وايئ.“
په دې وجه خو دوئ د خُدائ پاک د تخت د وړاندې ولاړ دى او د خُدائ پاک په کور کښې شپه او ورځ د هغۀ په عبادت کښې لګيا دى، او هغه چې په تخت ناست دے، هغه به دوئ له پناه ورکړى.