2 دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى، او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى، او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى، خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.
د دې په لاندې پېنڅه باندې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ تار انار جوړ کړه او د هر انار په مينځ کښې دې د سرو زرو ټلۍ وى.
بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.
د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاو کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاو کړه چې سوچه او مقدس وى.
د دې په لاندې غاړه باندې هغوئ د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ تار انار جوړ کړل او د هر انار په مينځ کښې د سرو زرو ټلۍ وې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
لکه څنګه چې عطر او خوشبو د انسان زړۀ خوشحالوى، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوى.
ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.
بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چې نيم سېر قدرې وُو او د خالص خوشبوداره مرهمو نه جوړ وو راوړل، او د عيسىٰ په پښو يې واچول او هغه يې بيا په خپلو وېښتو وچې کړې او ټول کور د دې عطرو د خوشبويۍ نه ډک شو.