Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 133:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 133:1
20 Iomraidhean Croise  

نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو.


هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“


ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“


کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى


زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.


د اِسرائيل حسد به ختم شى او د يهوداه د دشمنانو نام و نشان به ختم شى. اِسرائيل به د يهوداه نه نور نفرت نۀ کوى او نۀ به يهوداه د اِسرائيل سره دشمنى کوى.


شرمخان او ګډې به په يو ځائ په سکون سره اوسيږى، او پړانګ به د چېلو د بچو سره ملاست وى. د غواګانو او زمرو بچى به په يو ځائ خوراک کوى، او يو وړوکے ماشوم به دا بوتلے راوستے شى.


د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.


زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.


کۀ په يو کور کښې بې‌اتفاقى راشى نو هغه کور هم هيڅکله پاتې کېدے نۀ شى.


کۀ تاسو د يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول خلق په دې پوهه شى چې تاسو زما مريدان يئ.“


چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم.


نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.


د وروڼو او خوېندو په شان د يو بل سره مينه کوئ.


غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan