9 ستا اِمامان دې د صداقت جامې واچوى، او ستا مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.
مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، د خپل لوظ صندوق سره دې خاص ځائ ته دننه لاړ شه چې دا صندوق ستا د طاقت نښه ده. اے مالِکه خُدايه پاکه، ستا اِمامانو ته دې خلاصون مِلاو شى او ستا ايماندار خِدمت کوونکى دې ستا د مهربانۍ په وجه خوشحاله وى.
ما د صداقت هر يو کار کولو، اِنصاف او صداقت د يوې چُوغې او د پټکى په شان وو.
اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه. اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه، تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.
زۀ به د خلاصون جامې ورواغوندم د دې اِمامانو ته، د هغې مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.
مقدسين دې د هغۀ په عزت ورکولو سره خوشحاله شى، او په خپلو بسترو کښې دې د خوشحالۍ سندرې وائى.
اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ، او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ.
خو صادقان دې د هغۀ په وړاندې خوشحالى وکړى، د خُدائ پاک په حضور کښې دې خوشحاله شى، او د خوښۍ نعرې دې وکړى.
هغوئ څوک چې ستا لټون کښې ګرځى، هغوئ دې خوښى وکړى او خوشحاله دې شى، څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى، همېشه دې د مالِک خُدائ لوئى بيانوى.
مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
زما خادِمان به د خوشحالۍ سندرې وائى، خو تاسو به په مايوسۍ او غمژن زړۀ سره ژړا کوئ.
سندرې ووايه، اے د صيون لورې، په زوره چغې ووهه، اے بنى اِسرائيله. خوشحاله شه او په خپل پوره زړۀ سره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې.
ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.
بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.
اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“
او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى.
مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.