3 ”او زۀ به خپل کور ته نۀ ورننوځم او نۀ به خپل کټ کښې آرام وکړم.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
”آيا تاسو ته دا ښۀ ښکارى چې زما کور کنډر پروت وى او تاسو په عالى شان کورونو کښې اوسېږئ؟
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.