17 دلته به زۀ د داؤد د فخر ښکر جوړ کړم، د خپل مقرر شوى کس دپاره به ډيوه بله کړم.
خو زۀ به د سليمان زوئ ته يوه قبيله پرېږدم، نو چې زما د خِدمت کوونکى داؤد د اولاد نه همېشه زما يو کس وى چې په يروشلم کښې بادشاهى کوى، هغه ښار چې ما خوښ کړے دے چې چرته به زما عبادت کيږى.
خو مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د داؤد د خاطره ابياه له يو زوئ ورکړو چې د هغۀ نه پس په يروشلم بادشاهى کوى او د دې حِفاظت کوى.
خو مالِک خُدائ نۀ غوښتل چې يهوداه تباه کړى، ځکه چې هغۀ د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره لوظ کړے وو چې د هغۀ د اولاد ځلېدونکې بادشاهى به د همېشه دپاره وى.
خو د مالِک خُدائ دا مرضى نۀ وه چې د داؤد شاهى خاندان تباه کړى، ځکه چې هغۀ د داؤد سره لوظ کړے وو او دا وعده يې ورسره کړې وه چې د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره بادشاهى کوى.
هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے، ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى، يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
زۀ به د هغۀ لاس تر سمندره پورې اوږد کړم، زۀ به د هغۀ ښى لاس له په ټولو سيندونو اختيار ورکړم.
لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے. په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم.
چې کله دا هر څۀ وشى نو زۀ به بنى اِسرائيلو له نوے طاقت ورکړم. اے حزقىايله، په هغه وخت به زۀ ستا خولۀ کولاو کړم او تۀ به دوباره د هغوئ په مينځ کښې خبرې شروع کړې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“
او د خپل خادِم داؤد په کور کښې يې يو زورَور خلاصونکے پېدا کړو.
د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى، هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى. مالِک خُدائ به د ټولې دُنيا عدالت کوى، هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى، هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“