13 ځکه چې مالِک خُدائ صيون خوښ کړے دے، هغۀ د اوسېدو دپاره دغه ځائ خوښ کړے دے،
خو زۀ به د هغۀ نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد او د خپل خوښ شوى ښار يروشلم د خاطره يوه قبيله هغۀ ته پرېږدم.“
ځکه چې دا ما خوښ کړے دے او دا مې د دې دپاره پاک ګرځولے دے چې دلته به د تل دپاره زما عبادت کيږى. زۀ به په دې باندې نظر ساتم او تل به يې حِفاظت کوم.
هر څوک چې د هغۀ خلق وى نو هغه د يهوداه يروشلم ته تلے شئ چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور بيا جوړ کړئ، د چا عبادت چې په يروشلم کښې کيږى. او ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.
اے لوړو غرونو تاسو ولې د حسد په نظر ګورئ، هغه غرونو ته کوم چې خُدائ د خپل ځان د اوسېدو دپاره منتخب کړى دى؟ چرته چې به مالِک خُدائ د تل دپاره اوسيږى.
د صيون د ښار سره مالِک خُدائ مينه کوى د يعقوب د نورو ښارونو په نسبت ورسره زياته مينه کوى.
هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بېخبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بېخبره دے.
د فلستيه نه چې کوم پېغام وړُونکى مونږ له راځى نو هغوئ له څۀ جواب ورکړُو؟ مونږ به ورته وايو چې مالِک خُدائ صيون د دې دپاره محفوظ کړے دے، چې د هغۀ په خلقو کښې مظلومان هلته پناه واخلى.
خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بېشمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.