11 مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى، ”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم.
کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم.
زۀ به د هغۀ د پلار په شان يم او هغه به زما د زوئ په شان وى. کله چې هغه غلطى وکړى نو زۀ به هغۀ له د يو انسانى پلار په شان په چُوکه سزا ورکوم.
تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“
او بادشاه دا هم وفرمائيل، راځئ، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړُو، چې هغۀ زما د اولاد نه يو کس زما نه پس بادشاه جوړ کړو او هغۀ زۀ ژوندے پرېښودم چې دا وګورم.“
او مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ به هغه بله وعده هم پوره کړې چې تا زما د پلار سره کړې وه چې کله دې هغۀ ته وفرمائيل چې د هغۀ اولاد نه به همېشه يو کس داسې وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ د هغۀ اولاد هم د هغۀ په شان صحيح فرمانبردارى کوله.
نو اوس مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هم هغه وعده هم پوره کړه چې کومه تا زما پلار سره کړې ده چې هغۀ ته دې فرمائيلى وُو چې د هغۀ د اولاد نه به همېشه داسې يو کس وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ هغوئ د هغۀ په شان ستا په قانون باندې په توجو سره عمل کوى.
نو زۀ به هغه وعده پوره کړم کومه چې ما ستا پلار داؤد سره کړې وه کله چې ما هغۀ ته وفرمائيل چې په بنى اِسرائيلو کښې به ستا اولاد همېشه حکومت کوى.
مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى، ”تۀ به لکه د مَلِکصِدق د تل دپاره اِمام يې.“
خو زۀ به خپله ابدى مينه د هغۀ سره ختمه نۀ کړم، او نۀ به کله هم ورسره بېوفائى وکړم.
ما يو ځل د تل دپاره په خپل پاکوالى قسم کړے دے، زۀ به داؤد ته دروغ نۀ وايم.
دا به د سپوږمۍ په شان تر ابده قائم وى، کومه چې به په آسمان کښې د وفا ګواهى ورکوى.“
ټول آسمانونه به ستا په لويو معجزو مالِکه خُدايه ثناء ووائى، ستا د فرښتو جماعت به ستا وفادارى ستائى.
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى.
خو داؤد پېغمبر وو او هغۀ ته پته وه چې خُدائ پاک هغۀ سره وعده او قسم کړے دے چې د هغۀ د اولاد نه به هغه يو کس د هغۀ په تخت کښېنوى.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.
د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ نۀ دروغ وائى او نۀ خپله فېصله بدلوى. هغه د انسان په شان نۀ دے، هغه خپله فېصله نۀ بدلوى.“