خو زۀ به د سليمان نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم او چې ترڅو ژوندے وى نو هغه به بادشاه ساتم. زۀ به داسې زما خِدمت کوونکى د داؤد د خاطره کوم، کوم چې ما خوښ کړے وو او هغۀ زما قانون او حُکمونه منلى وُو.
د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.