3 اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ د اوس نه تر ابده پورې.
خو مونږ يُو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوُو، په دواړه وختونو کښې اوس هم او د تل دپاره هم لوئى بيانوو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ، د مالِک خُدائ مينه ابدى ده او هغۀ سره پوره خلاصون دے.
بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.
په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے.