1 اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟ تر ابده پورې تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟
تۀ خپل مخ ولې پټوې، او تۀ ما خپل دشمن ولې ګڼې؟
اے مالِکه خُدايه، راپاڅه، او بدکارانو ته سزا ورکړه. پاکه خُدايه مظلومان مۀ هېروه.
اے مالِکه خُدايه، ترڅو پورې به تۀ دوئ ته ګورې؟ ما د دوئ د خطرناکو حملو نه بچ کړه، زما ژوند د دې زمرو نه بچ کړه.
ولې تۀ زمونږ نه خپل مخ پټوې څۀ؟ او زمونږ غم او مصيبتونه ولې هېروې څۀ
په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وى اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وى؟
اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟
اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا غضب به په خپل قوم تر کومې پورې وى، او تۀ به ترڅو پورې د خپلو خلقو دُعاګانې نۀ اورې؟
تۀ به ټول عُمر زمونږ نه خفه يې څۀ؟ تۀ خپل خفګان نسل در نسل ساتې څۀ؟
اے مالِکه خُدايه، تر کومې پورې به داسې وى؟ آيا تۀ به تر ابده خپل ځان پټوې؟ تر کومې پورې به خپل قهر او غضب لکه د اور بلوې؟
مونږ دې په خپله ابدى مينه باندې په سحر کښې ماړۀ کړه، ترڅو چې مونږ د خوشحالۍ سندرې ووايو او ټول عمر خوشحاله شُو.
خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.
تا ولې مونږ بلکل هېر کړى يُو؟ تا ولې مونږ ډېرو ورځو نه پرېښى يُو؟
نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم.