او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى.
صيون ته وګورئ، دا هغه ښار دے چرته چې مونږ مذهبى اخترونه کوُو. يروشلم ته وګورئ، دا به د اوسېدو دپاره څومره محفوظ ځائ وى. دا به يو داسې خېمه وى چې هيڅکله به نۀ شى اخوا کولے، د دې موږى به کله هم نۀ راويستلے کيږى، او د دې پړى به هيڅکله نۀ شليږى.