4 نو دغه شان سړے به بختور وى، څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى.
هغه به هغه چا له برکت ورکړى څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، لويو او واړو ټولو ته به يو شان ملاويږى.
د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک فرمانبردارى کوئ او هغه به تاسو له دا ټول برکتونه درکړى،