Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 128:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى، او ستا زامن به لکه د زيتون بوټى په شان وى، ستا د دسترخوان نه به راچاپيره وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 128:3
11 Iomraidhean Croise  

يوسف يوه مېوه داره څانګه ده، په سپرلى کښې د مېوې نه ډکه څانګه، د هغۀ څانګې په دېوال خېژى.


د اولام زامن تکړه فوجيان او د غشو ويشتونکى وُو. د هغۀ ټول زامن او نمسى يو نيم سل وُو. دا ټول کسان د بنيامين اولاد وو.


د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.


هغه څوک به بختور وى، چې د چا چې تيلۍ د دغه شان غشو نه ډکه وى، نو دوئ به ونۀ شرمولے شى، کله چې دوئ د ښار په دروازو کښې د دشمن سره په مقابله شى.


نو بيا به زمونږ زامن په ځوانۍ کښې لکه د سيرابه تکو شنو بوټو په شان وى، او زمونږ لوڼه به لکه د محل د زينت د ستنو په شان وى.


خو زۀ د زيتون د ونې په شان د خُدائ په کور کښې زرغون شوے يم، زۀ د خُدائ په ابدى مينه تر ابده پورې يقين لرم.


ما مالِک خُدائ به په يو وخت کښې تاسو ته د زيتُونو د شنې او ښکلې ونې لقب درکړے وو چې د ښو مېوو نه ډکې وى. خو د سخت او زورَور طوفان په شور کښې به زۀ ستا په پاڼو اور بل کړم، او ستا څانګې به ماتې کړم.


ستاسو مور ستاسو د انګورو باغ کښې لکه د انګور د بوټى په شان وه چې د اوبو په سر کَرلے شوې وه. د ډېرو اوبو په وجه هغه مېوه داره او د څانګو نه ډکه شوه.


ځکه کۀ چرې تۀ د خپل ځنګلى زيتون د ونې نه راپرېکړے شوے يې او د خپل فطرت په خلاف د اصلى زيتون سره پيوند شوے يې نو بيا به هغه څانګې څومره په آسانه پيوند شى کومې چې د اصلى زيتون خپلې څانګې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan