Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 127:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بې‌فائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 127:2
17 Iomraidhean Croise  

او ستا به اعتماد پېدا شى، ځکه چې اُميد شته، او تۀ به بچ شې او په حِفاظت کښې به آرام کوې.


چې څملمه اودۀ شمه په حفاظت کښې پاڅم، ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د نظر لاندې يم.


زۀ به په بې‌غمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.


په خپل ښى لاس دې مونږ سره مدد وکړه او مونږ بچ کړه، چې چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ ته خلاصون ورکړه.


د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.


ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بې‌معنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.


دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځې وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بې‌معنې دى او د افسوس خبره ده.


محنت مزدورۍ کولو والا کۀ لږه خوړلى وى او کۀ ډېره خو ښۀ د سکون خوب کوى، خو د مالداره سړى دولت هغه خوب ته نۀ پرېږدى.


انسان ټول محنت د خوراک پېدا کولو دپاره کوى، خو د هغۀ لوږه هيڅکله نۀ ختميږى.


نو کله چې زۀ راپاڅېدم او خپلې سترګې مې پرانستلې، نو زۀ پوهه شوم چې په خوږ خوب اودۀ وم.“


زۀ به د هغوئ سره د امن لوظ وکړم او د هغه مُلک نه به خطرناک ځناور وشړم، نو هغوئ به په ميرو کښې ژوند کوى او په ځنګلونو کښې به په امن سره اودۀ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan