6 او څوک چې په ژړا سره بهر ته ځى، او تخم د کَرلو دپاره وړى، خو هغوئ به په سندرو او خوشحالۍ سره واپس راشى، کله چې ګېډۍ په لاس کښې راوړى.
ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.
کله چې زۀ ښۀ ومه نو ما داسې وئيل، ”زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم.“
څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمدوثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.