Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 125:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 اے مالِکه خُدايه هغوئ سره ښۀ کوئ څوک چې ښۀ وى، هغوئ سره د چا چې زړونه صادق وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 125:4
17 Iomraidhean Croise  

تۀ ښۀ يې او نېک کارونه کوې، ما ته دې خپل اصُول راوښايه.


زما زړۀ دې ستا قانون منلو دپاره بې‌داغه وى نو داسې به زۀ ونۀ شرمېږمه.


نو څومره بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.


خپل ابدى رحمت دې په هغوئ نازل کړه څوک چې تا سره مينه کوى، او خپل خلاصون ورکړه هغوئ ته څوک چې صادقان دى.


پاکه خُدايه د صيون ښار مدد وکړه مهربان شه، د يروشلم دېوالونه جوړ کړه.


هغه خُدائ تعالىٰ خو زما ډال دے، بچ کوونکے چې د زړونو صادقانو دے.


خُدائ پاک بې‌شکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے، او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے.


خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بې‌داغه وى.


اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه، بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.


يو ځل بيا به عدالت د صداقت په مطابق وشى، او ټول صادقان به يې پيروى کوى.


مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى.


کله چې عيسىٰ نتنى‌ايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“


ځکه چې خُدائ پاک بې‌اِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.


د هغوئ ژبو کله دروغ نۀ وو وئيلى او هغوئ بې‌داغه دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan