Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 125:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى، نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے يعنې د اوس نه تر ابده پورې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 125:2
8 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغۀ سترګې وغړوه نو چې هغه يې وګورى.“ مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او د اليشع نوکر چې بره وکتل نو وې ليدل چې د اليشع نه ګېرچاپېره غر د اور د آسونو او جنګى ګاډو نه ډک وُو.


مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.


د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.


بيا د صيون په غرۀ او په هغه ټولو خلقو چې هلته راغونډ وى، په هغوئ به مالِک خُدائ د ورځې وريځ راولېږى او د شپې به ورباندې لوګے او ځلېدونکے اور راولېږى. د خُدائ پاک جلال به هغه ټول ښار پټ کړى او د هغې حِفاظت به وکړى.


د دُنيا بادشاهانو په دې يقين نۀ کولو، او نۀ پرې د دُنيا يو اوسېدونکى باور کولو، چې مخالفين او دشمنان به د يروشلم په لويو دروازو کښې راننوځى.


او زۀ به په خپله د دې نه ګېرچاپېره د اور دېوال يم، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به په خپله د دې ښار په مينځ کښې جلال يم.“


خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan