7 مونږ لکه د مرغۍ په شان د ښکارى د دام نه وتښتېدلو، او جال شلېدلے وو او مونږ ترې وتښتېدلو.
کله چې هغه ستړے او بېحوصلې وى نو زۀ به په هغۀ حمله وکړم. هغه به ويريږى او د هغۀ ټول سړى به وتښتى. او زۀ به صِرف بادشاه ووژنم
خو مالِک خُدائ صادق دے، او زۀ يې د شريرانو د رسۍ نه آزاد کړے يم.
زما نظر به همېشه د مالِک خُدائ طرف ته وى، هم هغه ما د دشمنانو د دام نه خلاصوى.
بېشکه هغه به تاسو د ښکاريانو د دامونو نه خلاص کړى او هغه به تاسو د سختو بيماريانو نه بچ کړى.
نو خپل ځان لکه د هوسۍ په شان د ښکارى نه او لکه د مارغۀ په شان خپل ځان د ښکارى د جال نه آزاد کړه.
پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.
زما د غوره شوى قوم په مينځ کښې شريران پېدا کيږى. هغوئ لکه د مارغانو د ښکاريانو په شان په انتظار کښې ناست دى، دوئ د خلقو دپاره دام خوروى ترڅو هغوئ په کښې راګېر کړى.
نو بيا به هغوئ د اِبليس د دام نه آزاد شى چا چې دوئ د خپلې مرضۍ د پوره کولو دپاره په هغې کښې نيولى وُو.
نو ساؤل په داؤد پسې نور لا نۀ ړو او د فلستيانو سره جنګ کولو دپاره لاړو. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم د تښتېدو ګټ شو.
کۀ څوک په تا باندې حمله کوى او ستا د وژلو کوشش کوى، نو مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به تا داسې بچ ساتى لکه چې څوک د قيمتى خزانې حِفاظت کوى. او هغه به ستا دشمنان داسې وغورزوى لکه چې څوک په لينده کښې کاڼے لړه کوى.