2 لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بىبى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.
هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم.
بادشاه سلامت، د بنى اِسرائيلو ټول خلق ستا په طمع دى چې هغوئ ته ووائې چې ستا نه پس به څوک بادشاه جوړيږى.
تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بېمددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“
ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ړندې شوې زۀ دا وايم چې، ”تۀ به ما له تسلى کله راکوې؟“
زما نظر به همېشه د مالِک خُدائ طرف ته وى، هم هغه ما د دشمنانو د دام نه خلاصوى.
بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.
د جبعون سړو يشوَع له دا خبر ورولېږلو چې هغه د جِلجال په کېمپ کښې وو، ”په دې وخت کښې مونږ عاجزان هم داسې مۀ پرېږده. سمدستى راشه او زمونږ مدد وکړه. د غرونو په مُلک کښې ټول امورى بادشاهان په خپلو کښې ملګرى شوى دى او په مونږ يې حمله کړې ده.“
د دې کار کولو په وجه تاسو لعنتى شوى يئ. ستاسو خلق به د همېشه دپاره غلامان وى. لرګى به ماتوى او زما د خُدائ پاک کور ته به اوبۀ راوړى.“
خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربانګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.