8 مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته وفرمائيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“
هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى.
دا د اولې مياشتې دولسمه ورځ وه چې مونږ يروشلم ته د تلو دپاره د اهاوا نِهر نه روان شُو. زمونږ خُدائ پاک مل وو او چې مونږ سفر کولو نو مونږ يې د دشمن د حملو نه او د ډاکوانو نه بچ کولو.
د مالِک خُدائ نوم ته دې ثناء صِفت وى، د اوس نه تر ابده پورې.
خو مونږ يُو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوُو، په دواړه وختونو کښې اوس هم او د تل دپاره هم لوئى بيانوو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى، نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے يعنې د اوس نه تر ابده پورې.
اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ د اوس نه تر ابده پورې.
هغه د اِنصاف کوونکو د لارو ساتنه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى.
چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
مالِک خُدائ به ستاسو هر کار لعنتى کړى.
مالِک خُدائ به ستاسو په هر کار کښې برکت واچوى.