4 په حقيقت کښې هغه څوک چې د بنى اِسرائيلو حفاظت کوى، هغۀ ته نۀ خوب جوټه ورکوى او نۀ اودۀ کيږى.
د غرمې په وخت الياس ورپورې ټوقې شروع کړې، ”ښۀ په زوره چغې وهئ، ځکه چې هغه خُدائ دے. کېدے شى چې هغه د ورځې خوبونه وينى، يا په متيازو ناست وى، يا په سفر تلے وى. يا اودۀ وى، راويښ يې کړئ.“
ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بېکاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بېکاره ولاړ وى.
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
کله چې ما پوره کوشش وکړو چې هوښيار شم او په هغې کار غور وکړم چې خلق يې د زمکې په مخ کوى، نو ما وکتل چې د داسې محنت په وجه هغوئ شپه او ورځ خوب نۀ شى کولے.
”زۀ مالِک خُدائ پخپله د دې خيال ساتم او پابندۍ سره اوبۀ ورکوم. او شپه او ورځ د دې څوکيدارى کوم چې څوک نقصان ور ونۀ رسوى.
په دې وجه خو دوئ د خُدائ پاک د تخت د وړاندې ولاړ دى او د خُدائ پاک په کور کښې شپه او ورځ د هغۀ په عبادت کښې لګيا دى، او هغه چې په تخت ناست دے، هغه به دوئ له پناه ورکړى.