7 زۀ صُلح خوښوونکے او امن پسند يم، خو چې کله زۀ د صُلحې خبرې کوم هغوئ جنګ غواړى.
زمونږ يو عظيم ښار دے، چې په بنى اِسرائيل کښې ډېر د وفا او امن نه ډک دے. دا تۀ ولې تباه کوې؟ تۀ هغه څۀ ورانول غواړې څۀ چې د مالِک خُدائ دى؟“
زما د مينې په بدل کښې يې په ما اِلزامونه ولګول، خو زۀ د هغوئ دپاره دُعا کوم.
ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ.
د خېر خبرې نۀ کړى د شر خبرې کوى، وائى دروغ د هغو پسې څوک چې ژوند په امن کوى.
زما ملګرى په خپلو دوستانو باندې حمله کړې ده، او خپل لوظ يې مات کړے دے.
بختور دى د امن راوستونکى، خُدائ پاک به هغوئ ته خپل زامن ووائى.
ترڅو چې درنه کېدے شى نو د خپل طرف نه د هر چا سره صُلح ساتئ.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
اِفتاح د عمون بادشاه ته واپس پېغام وړُونکى ولېږل