1 په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم، او زما سوال هغه قبلوى،
خپل مخ دې رانه مۀ اړوه کله چې په سخته کښې يم. ما ته غوږ شه کله چې تا نه سوال وکړم او زر مې قبلوه سوالونه.
نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، او هغۀ هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.
ما په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى وکړه، هغۀ زما سوال قبول کړو او زۀ يې آزاد کړم.
ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى. چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟
ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“
ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے.
کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى
هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.
کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل، مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.
ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بېکاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بېکاره ولاړ وى.
بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى.
”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“ بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.
اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،
زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.
اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته.
څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو، څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.
په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه، د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه. د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه، د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته ما په خپل تکليف کښې آواز وکړو، او هغۀ ما له جواب راکړو. ما د عالمِ ارواح نه د مدد دپاره آواز وکړو، او تا زما فرياد ته غوږ ونيولو.
تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې.
او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
چې حنه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو نو سموئيل نوم يې ورباندې کېښودو او وې وئيل، ”ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.“
ما د هغۀ نه د دې ماشوم سوال وکړو او چې ما ترې نه د څۀ سوال کړے وو هغه يې ما له راکړو.