2 وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.
خولۀ يې دروغژنه، کنځل ماره، دوکه بازه ده، د هغۀ ژبه غوڅونکې، تباه کوونکې ده.
او ما په خپله مايوسۍ کښې دا ووئيل چې، ”ټول انسانان دروغژن دى.“
ما ته تحفُظ او ما ته خلاصون راکړه، او د غېرو د لاسونو نه خلاصون راکړه، د چا خولۀ چې د دروغو نه ډکه ده، او د چا لاسونه چې دوکه باز دى.
د چا خولۀ چې د دروغو نه ډکه ده، د چا لاسونه چې دوکه باز دى.
ما لرى مۀ غورزوه د بدکارانو سره، او څوک چې بد کوى کارونه د هغوئ سره، څوک چې کوى په خولۀ خوږې خبرې ګاونډيانو سره خو په زړۀ کښې جوړوى منصوبې د فسادونو سره.
دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
هغوئ چې کله زما ليدو له راځى نو فضول خبرې کوى، او دروغ وائى او په زړۀ کښې شرارت راجمع کوى، او چې کله بهر ځى نو په هر ځائ کښې زما غېبت کوى.
په خولۀ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دى. او په ژبه دروغ وائى او مرۍ يې کولاو قبر دے.
د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.
د خپلې خولې او د شونډو د ګناه په وجه چې کومه کوى، په هم هغه ښيرو او دروغو او کبر کښې دې په خپله راګېر شى.
دوئ صرف په دې سوچ کښې دى چې هغه د خپل عزت مقام نه راوغورزوى. دوئ له دروغ وئيل خوند ورکوى، په خولۀ خو دوئ برکت ورکوى، خو په زړۀ کښې دوئ لعنت کوى.
غېبت راز څرګندوى، نو د هغه کس نه ځان ساته څوک چې مشروټى کوى.
ډېر خلق د وفادارۍ دعوې کوى، خو وفادار يو هم نۀ پېدا کيږى.
څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.
نو دوئ ته ووايه، دا هغه قوم دے چې د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړله او اصلاح يې قبوله نۀ کړله. رښتينوالے د دوئ نه تلے دے، او هغه نور د دوئ د خُلو نه نۀ اورېدلے کيږى.“
د هغوئ ژبې لکه د زهريله غشو په شان دى، او هغوئ همېشه دروغ وائى. او هغوئ په خولۀ د خپل ګاونډى سره خوږه لهجه کوى، خو په حقيقت کښې د هغوئ دپاره بدې منصوبې جوړوى.“
ځکه چې په اِسرائيل کښې به نور نۀ د دروغو روياګانې او نۀ به د چاپلوسۍ پال ليدلے شى.
مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.
ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.
ځکه چې تاسو ته پته ده او خُدائ پاک هم زمونږ ګواه دے چې نۀ خو مونږ په خپلو خبرو کښې خوشامندى کړې ده او نۀ مو څۀ لالچ کړے دے.
داسې سړے دوه زړيه وى او په خپلو ټولو کارونو ټينګ ولاړ نۀ وى.