99 زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه
حزقياه د ليويانو دا صِفت وکړو ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې تکړه وُو. د هغه اوو ورځو نه پس په کومو کښې چې هغوئ د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې قربانۍ پېش کړې وې، چې کوم د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے،
زۀ ستا په تعليماتو باندې غور کوم او ستا د لارو احترام کوم.
ستا اصُول زما خوشحالى ده، او زما دپاره ښۀ نصيحت دے.
اِمامانو هم دا تپوس ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے؟“ او تر دې چې د شريعت خادِمانو هم زۀ ونۀ پېژندم، د قوم مشرانو زما خلاف سرکشى وکړه، او د هغوئ نبيانو د بعل د بُت پېغام اورولو او د بېکاره بُتانو پيروى او عبادت يې کولو.“
په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.
هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.
د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“
نو په دې وخت کښې خو تاسو له اُستاذان کېدل په کار وُو، خو تاسو ته د يو کس ضرورت دے چې د خُدائ پاک د کلام بنيادى اصُول بيا در زده کړى، نو تاسو ته د ماشوم په شان د پيو ضرورت دے نه چې د سخت خوراک.