97 خو ګوره زۀ ستا د قانون سره څومره مينه کومه او زۀ ټوله ورځ په دې سوچ کومه
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى، شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
زۀ دوه مخيزه سړى نه کرکه کومه خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه
ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته
زۀ ستا په تعليماتو باندې غور کوم او ستا د لارو احترام کوم.
او ګوره زۀ ستا د حُکمونو سره څومره مينه کومه د خپلې ابدى مينې په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه
هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى او هيڅ څيز به هغوئ له تيندک ورنۀ کړى
زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل کومه ځکه چې زۀ ورسره ډېره مينه لرمه
ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده ځکه چې زما ورسره مينه ده.
ستا حُکمونه مې خوښيږى او عزت يې کوم، او زۀ ستا په اصُولو باندې سوچ کوم.
بېخونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى.
نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى.
هغه به دا کِتاب د ځان سره نزدې ساتى او ټول عُمر به يې وائى، چې د مالِک خُدائ نه يرېدل زده کړى او په وفادارۍ سره به په هغه هر څۀ باندې عمل کوى چې په دې کِتاب کښې يې حُکم راغلے دے.
ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.