96 تر دې چې زۀ د هر يو کامِل کار څۀ حد وينمه خو ستا د حُکمونو څۀ حد نۀ وينمه.
په بنى اِسرائيلو کښې په ښائست کښې د ابىسلوم په شان مشهور هيڅ څوک هم نۀ وو، د سر نه تر پښو پورې په هغۀ کښې هيڅ عېب هم نۀ وو.
په هغه ورځو کښې به چې اخىتُفل کومه مشوره ورکوله نو هغه به داسې منلے شوه لکه چې دا بلکل د خُدائ پاک خبره وى، داؤد او ابىسلوم دواړو به منله.
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
يوآب ووئيل، ”زۀ تا سره نور وخت نۀ ضائع کوم.“ هغۀ درې نېزې واخستلې او د ابىسلوم په سينه کښې يې ننويستلې چې هغه لا ژوندے وو او د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو،
هغوئ د ابىسلوم لاش واخستلو او په ځنګل کښې يې په يوه ډُوبه کنده کښې وغورزولو او د کاڼو په يو ډېرى باندې يې پټ کړو. ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته وتښتېدل.
نو معلِم وائى، ”هر څۀ بېمعنې دى، دا هر څۀ بېمعنې دى.“
خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډېر محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بېمعنې وُو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى.
په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، ترڅو پورې چې آسمان او زمکه ختم شوى نۀ وى نو د شريعت يو حرف يا د حرف نه يو زبر قدرې به ختم نۀ شى، ترڅو چې دا هر څۀ سر ته رسېدلى نۀ وى.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده.
ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم.
جوليت ودرېدو او د بنى اِسرائيلو لښکر ته يې چغه وکړه چې، ”تاسو هلته څۀ کوئ، د جنګ دپاره مو صفونه ولې جوړ کړى دى؟ زۀ فلستىے نۀ يم او تاسو د ساؤل نوکران نۀ يئ؟ يو سړے خوښ کړئ چې دلته راشى او زما سره جنګ وکړى.
د ساؤل په نامه د هغۀ يو زوئ وو چې يو ښائسته زلمے وو. ساؤل په بنى اِسرائيلو کښې د ټولو نه ښائسته سړے وو او داسې د ټولو نه زيات لوړ هم وو.