93 زۀ به هيڅکله هم ستا تعليمات نۀ هېرومه ځکه چې په دوئ باندې تا زما ژوند تازه ساتلے دے
زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.
زۀ په خاورو کښې پروت يم، او په خپل کلام دې ما راژوندے کړه.
زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده، چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.
دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بېفائدې دے. کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے.
ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ.