89 اے مالِکه خُدايه ستا کلام ابدى دے او دا په آسمانونو کښې قائم دے
د هغۀ د لاس ټول کارونه په اِنصاف او ښۀ دى، او د هغۀ ټول اصُولونه اعتبارى دى.
او هغه تر ابده قائم پاتې کېدونکى دى، او دا ټول په وفادارۍ او صداقت سره شوى دى.
ډېر د پخوا نه ما ستا د قانون نه زده کړى دى چې تۀ هغه همېشه دپاره قائم ساتې
ستا ټول کلام رښتونے دے او ستا ټول صادق کلام ابدى دے
زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى، ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“
نو، واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، ترڅو پورې چې آسمان او زمکه ختم شوى نۀ وى نو د شريعت يو حرف يا د حرف نه يو زبر قدرې به ختم نۀ شى، ترڅو چې دا هر څۀ سر ته رسېدلى نۀ وى.
خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.“ او دا کلام هغه زيرے دے کوم چې تاسو ته بيان شوے وو.
خو د هغۀ د لوظ په مطابق مونږ د نوؤ آسمانونو او نوې دُنيا اِنتظار کوُو چې د صداقت نه ډکه وى.