88 د خپلې وفادارې مينې په مطابق دې زما ژوند وساته نو زۀ به ستا د خولې په تعليماتو عمل وکړمه
د خپل خِدمتګار سره دې د خپلې ابدى مينې په مطابق سلوک وکړه او د خپلو اصُولو تعليم دې ما ته راکړه
زۀ تا ته سوال کومه ما بچ کړه چې زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه
د خپلې مينې په مطابق دې زما آواز واوره د خپل رحم په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه
او ګوره زۀ ستا د حُکمونو سره څومره مينه کومه د خپلې ابدى مينې په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه
بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.
زۀ په خاورو کښې پروت يم، او په خپل کلام دې ما راژوندے کړه.
زۀ ستا د تعليماتو څومره خواهشمند يم، او په خپل صداقت کښې دې زما ژوند تازه کړه.
کۀ ستا زامن زما لوظ پوره وساتى او ستا هغه اصُول منى کوم چې ورته وښايم، نو بيا به د هغوئ زامن تر ابده پورې ستا په تخت ناست وى.“
د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې، د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې.
هغۀ خپل شريعت يعقوب ته ورکړو، او خپل اصُول يې د بنى اِسرائيلو دپاره جوړ کړل. او هغۀ زمونږ پلار نيکۀ ته حُکم وکړو، چې خپلو ماشومانو ته دې تعليم ورکړى.