85 زما دپاره مغروران کنده جوړوى ځکه چې ستا د قانون مخالفت کوى
کبرژن دې په شرمونو وشرميږى برناحقه په ما دروغ وائى خو زۀ ستا په لارښودنو باندې غور او فکر کومه
بېسببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه بېسببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،
مۀ پرېږده چې ما د پښو لاندې کړى مغروران، مۀ پرېږده چې ما وشړى بدکاران.
هغوئ د بل د غورزېدو دپاره ډوبه کنده تياروى په هم دې کنده کښې به په خپله ورغورزيږى.
بدعمله داسې کار لټوى چې نورو ته ترې نه تکليف ورسيږى، د هغوئ خبرې هم سوزونکے اور ورَوى.
ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.
پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.