82 ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ړندې شوې زۀ دا وايم چې، ”تۀ به ما له تسلى کله راکوې؟“
ستا خلاصون پسې سترګې مې ستړې شوې او ستا د رښتينې وعدې انتظار کومه
مرۍ مې وُچه شوه په چغو ستړے شوم، خُدائ ته په انتظار کولو مې نظر کم شو.
ما ته نښه راوښايه ستا د ښۀوالى، نو چې زما دشمنان دا وګورى نو وبه شرميږى، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تا زما مدد وکړو. او ما له دې تسلى راکړه.
هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده.
ما وئيل چې د ژوندو په دې دُنيا کښې به زۀ بيا هيڅکله مالِک خُدائ ونۀ وينم او نۀ به د دې دُنيا په اوسېدونکو کښې يو سړے ووينم.
زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بېهوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.
ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے.