80 زما زړۀ دې ستا قانون منلو دپاره بېداغه وى نو داسې به زۀ ونۀ شرمېږمه.
نو هغۀ بدکارى کوله، ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ د مرضۍ د معلومولو کوشش نۀ کولو.
اګر چې آسا بيا هم په هغه مُلک کښې علاقائى عبادتخانې تباه نۀ کړې، خو هغه ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار پاتې شو.
هغۀ هغه هر کار کولو چې په څۀ باندې مالِک خُدائ رضا کېدو خو د زړۀ د اخلاصه يې نۀ کول.
نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.
زما راستى زما نېکى دې پام وکړى په ما، ځکه چې په تا توکل کړے دے ما.
نو څومره بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.
د هر څۀ نه اول د خپل زړۀ خيال ساته، ځکه چې دا د ژوند د هدايت سرچينه ده.
زۀ به تاسو د ښار نه وشړم او پردو خلقو ته به مو حواله کړم او تاسو له به سزا درکړم.
کله چې عيسىٰ نتنىايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نن تاسو ته حُکم کوى چې په دې ټولو حُکمونو او اصُولو باندې عمل کوئ، او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ.
اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو.