74 هغه څوک چې تا نه يريږى دوئ دې خوشحالى وکړى کله چې ما وګورى ځکه چې ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے
خُدائ د خپل مقدس ځائ نه کلام وکړو، ”په خوشحالۍ سره به شِکم تقسيم کړم او د سُکات دره به ناپ تول کړم.
سحر سبا راپاڅمه او د مدد دپاره تا ته سوال زارى کومه او زۀ ستا په کلام خپل اُميد تړمه
څوک چې ما ته پېغور راکوى نو بيا به زۀ جواب ورکړم، ځکه چې زۀ ستا په کلام باور کوم.
زما د خولې نه د حقيقت کلام مۀ اخله، ځکه چې ما خپل اُميد ستا په شريعت باندې وتړلو.
ما ته دې راشى څوک چې تا نه يريږى هغوئ څوک چې ستا په شريعت پوهيږى
ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ، نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.
د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.