7 زۀ به ستا په رښتينې زړۀ سره شُکر ادا کړم لکه څنګه چې زۀ ستا صادقه قانون زده کوم.
ټول ثناء صِفتونه تا ته دى اے مالِکه خُدايه، ستا اصُول ما ته را زده کړه.
د خپل خِدمتګار سره دې د خپلې ابدى مينې په مطابق سلوک وکړه او د خپلو اصُولو تعليم دې ما ته راکړه
زما په ژبه دې ستا ثناء صِفت وى ځکه چې تا ما ته خپل قانون ښودلے دے
ما د خپل کلام په تعليماتو باندې پوهه کړه، نو ستا په عجيبه کارونو به بيا غور وکړم.
زمکه ستا د ابدى مينې نه ډکه ده اے مالِکه خُدايه، ما ته د خپل اصُول سبق راوښايه.
تا زۀ په خپلو لاسونو جوړ او تيار کړمه نو ما له پوهه راکړه چې ستا حُکمونه زده کړمه
ستا د رضا پوره کولو ما ته تعليم راکړه، ځکه چې تۀ زما خُدائ پاک يې. ستا نېک روح دې په هوار مېدان کښې زما رهنمائى وکړى.
زۀ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم.
د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه ذات چې ستاسو د خپلې فائدې دپاره تاسو ته ښودنه کوى او هغه لار درته ښائى چې په کومه باندې درله تلل په کار دى.
دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى.