68 تۀ ښۀ يې او نېک کارونه کوې، ما ته دې خپل اصُول راوښايه.
ټول ثناء صِفتونه تا ته دى اے مالِکه خُدايه، ستا اصُول ما ته را زده کړه.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.
تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”د نېکۍ په حقله ولې تپوس کوې؟ نېک خو يواځې يو ذات دے، خو کۀ تۀ غواړې چې ابدى ژوندون حاصل کړې نو د موسىٰ د شريعت په حکمونو عمل کوه.“
د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے، او د هغۀ مينه تر ابده پاتې کيږى.
چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته.
زۀ به د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې بيان وکړم، هر څۀ چې هغۀ زمونږ دپاره کړى دى نو د هغې دپاره به زۀ د هغۀ ثناء صِفت کوم. هغۀ چې بنى اِسرائيلو سره بېشمېره ښېګړې کړې دى په هغې به خوشحالى کوم، کومې چې هغۀ د خپل رحم او مينې په مطابق کړى دى.
ما خپلې لارې تا ته ښکاره کړې او تا جواب راکړو، ما ته خپل اصُول راوښايه.