61 هر څو کۀ بدعمله مې په پړو تړل غواړى، خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېروم.
کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”کسديانو درې قبيلې جوړې کړې، او حمله يې وکړه او اوښان يې بوتلل او نوکران يې په تُوره باندې ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“
زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.
زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بېلارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.
بدکاران زما د تباه کولو په انتظار کښې دى خو زۀ به ستا په قانون غور کومه
کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.
اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما، څومره ډېر راپاڅېدلى دى خلاف زما.
داسې مۀ وايه، ”هغۀ چې ما سره څۀ کړى دى نو زۀ به هم هغه شان ورسره وکړم، او زۀ به ترې نه خپل بدل واخلم.“
اِمامان د ډاکوانو د هغه قبيلې په شان دى چې هغوئ د چا د لوټ کولو دپاره غلى ناست وى. هغوئ د شِکم په لاره باندې قتلونه کوى، او هر قسم ګناه کوى.