6 نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.
نو بيا به تاسو د قادر خُدائ سره خوشحاله اوسئ، او د زړۀ نه به هغۀ سره ملاقات کولے شئ.
د خپلې وعدې په مطابق دې ما سمبال کړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه او د خپل اُميد نه دې شرمنده نۀ شمه
او ځکه زۀ ستا ټول تعليمات صحيح ګڼمه او زۀ د هر يوې خطا لارې نه نفرت کومه
مالِکه خُدايه ستا اصُول مې راټينګ کړى دى، ما شرمېدو ته مۀ پرېږده.
زما زړۀ دې ستا قانون منلو دپاره بېداغه وى نو داسې به زۀ ونۀ شرمېږمه.
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
ځکه کۀ يو کس په ټول شريعت عمل کوى او صرف په يوه خبره کښې هم خطا وکړى نو هغه د هغه چا په شان دے چې ټول شريعت ماتوى.
اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو.